د کورپلس د محرمیت ساتنې سیاست

«کورپلس ژمن دی چې د خپلو ټولو کاروونکو، اجنټانو او دفترونو شخصي معلومات په بشپړ ډول د افغانستان د نافذه قوانینو او نړیوالو د معلوماتو د خوندیتوب معیارونو (لکه GDPR) سره سم خوندي وساتي. هغه معلومات چې د ملکیتونو ثبت، دفتر تړونونو، Verify کارتونو او CRM سیستم له لارې راټولیږي، یوازې د قانوني او مسلکي موخو لپاره کارول کېږي، د پرمختللي ټکنالوژۍ په مرسته خوندي ساتل کېږي او هېڅکله پرته له قانوني اړتیا یا ستاسو له اجازې له دریمو اړخونو سره نه شریکېږي. کورپلس ژمن دی چې ستاسو د محرمیت حق ته بشپړ درناوی وکړي او د شفافیت، لاسرسي او د معلوماتو سمون غوښتنو ته هر وخت ځواب ووايي. کورپلس حق لري چې هر وخت دا سیاست نوي کړي. هر بدلون به زموږ په وېب‌پاڼه کې اعلان سي. 

که د محرمیت په اړه پوښتنه لرئ، موږ سره د لاندې لارې اړیکه ونیسئ:
📧 privacy@koorplus.com

زموږ شرایط

د کورپلس وېب‌پاڼې د کارونې شرایط د ملکیتونو ثبت او معامله لپاره

ټول د رهنمایی دفترونه، د استوګنې یا سوداګریزې پروژې دفترونه او د املاکو مشاورین چې د کورپلس له پلاتفورم څخه د ملکیتونو د اعلان لپاره استفاده کوي، مکلف دي چې د ملک مشخصات، قانوني اسناد او د اړیکې معلومات په دقیقه او ریښتینې توګه درج کړي او د همدې معلوماتو د صحت او اعتبار قانوني مسؤلیت به په بشپړ ډول شخصاً پر خپله غاړه اخلي.کورپلس یوازې یو آنلاین اعلان ورکوونکی بستر دی چې د ملکیتونو معرفي او خپرونه کوي او په هېڅ ډول د دفتر ثبتوونکي او اخیستونکي یا کرایه‌دار ترمنځ په معامله، انتقال، قرارداد یا پیسو ورکړه کې رول نه لري او نه ضمانت ورکوي. ټول لیدونکي او کاروونکي مکلف دي چې د هر ډول اخیستلو، خرڅولو یا قرارداد پرېکړې مخکې د جایداد اسناد او د ثبتوونکي دفتر اعتبار په بشپړه توګه وڅېړي او د اړتیا په صورت کې کولای سی په وړیا ډول زموږ له مسلکي حقوقي مشاورینو مرسته واخلي. کورپلس د خپلو کاروونکو لپاره د باور فضا جوړولو لپاره ژمن دی او د دې لپاره هڅه کوي چې یوازې هغه دفترونه د خپلې شبکې برخه وګرځوي چې د رهنمایی معاملات رسمي جواز ولري او شرایطو ته ژمن وی. زموږ ټیم د ثبت شویو دفترونو فزیکي پته او د جواز اعتبار په منظمه توګه څاری، خو سره له دې د ټولو کاروونکو مسؤلیت دی چې د معاملې د ترسره کېدو مخکې د دفتر رسمي جواز، د وزارت عدلیې یا اړوند ولایت د ریاست عدلیی لخوا د وکړل سوی سند معامله ترسره کړی او د دفتر رسمي سندونه څخه خپله اطمینان حاصل کړی چې هر ډول قرارداد د قانوني سندونو په چوکاټ کې لاسلیک کېږي.که څه هم کورپلس د شفافیت د لوړولو لپاره ټولې هڅې کوي، خو بیا هم د هر ډول جعل، تزویر یا ناسمې معاملې په صورت کې بشپړ مسؤلیت یوازې د ملک ثبتوونکي دفتر پر غاړه دی او کورپلس هېڅ ډول قانوني مسؤلیت نه لري. د خپلو حقوقي چارو د خوندي کولو لپاره ټول کاروونکي کولای شي د اړتیا په وخت زموږ د قانوني سلاکار ټیم سره وړیا مشوره وکړي. د کورپلس وېب‌پاڼې د خدمتونو استفاده د دې ټولو شرایطو بشپړ منل او د کاروونکي او ثبتوونکي دفتر له خوا د ورته مسؤلیتونو قبلول دي.

 

لینک های مرتبط