د املاکو او ملکیتونو ځانګړی نماینده سئ
کورپلس یوازې له غوره او معتبر شرکتونو سره په نړیواله کچه همکاري کوي.
کورپلس یو آنلاین د غیر منقولو اموالو ( ملکیتونو یا املاکو) پلاتفورم دی چې تاسو ته دا زمینه برابروي تر څو خپل ملکیتونه (کور، دوکان،ځمکه، باغ یا هم سوداګریز او استوګنیز اپارتمانونه یا پروژی) ثبت او د زرګونه لیدونکو مخه ته یې وړاندې کړئ. تاسو کولای سئ په یوازې څو کلیکونو خپل ځمکه، کور، یا دوکان په اسانۍ خرڅ، ګروه(بیع الوفاء) یا په کرایه ورکړئ. همدارنګه، که د خپلې خوښې کور په لټه کې یاست، موږ ستاسو د اړتیا مطابق په مناسب قیمت او ستاسو د خوښې په سیمه کې غوره انتخابونه وړاندې کوو.
کله چې تاسو خپل دفتر یا ځان په کورپلس کې راجسټر کړئ، تاسو ته یو ځانګړی یوزر نیم او پاسورډ درکول کېږي چې له لارې یې د خپل دفتر لپاره ځانګړی ډشبورډ (Dashboard) ته لاسرسی پیدا کوئ.په دې ډشبورډ کې تاسو کولی شئ خپل ملکیتونه (کور، دوکان، پروژه…) په اسانۍ ثبت، سمون او مدیریت کړئ. تاسو ته په وېبپاڼه کې یوه ځانګړې پاڼه جوړېږي چې پکې ستاسو د دفتر نوم، لوګو، تماس معلومات، آدرس، او ټول هغه ملکیتونه ښکاره کېږي چې تاسو یې ثبت کړي وي.د کورپلس CRM سیسټم له لارې مشتریان ستاسو له دفتر سره مستقیم تماس نیسي، د لیدنې وخت ټاکي، او معامله د دواړو خواوو ترمنځ ترسره کېږي.
دا هر څه په شفاف، مسلکي او آسانه ډول تنظیم شوي — تر څو تاسو وکولای شئ خپل املاکي خدمات له یو واحد ځایه کنټرول او پراخ کړئ.
د رهنمایی معاملاتو دفترونه، د سوداګریز او استوګنیز پروژو د فروشاتو دفاتر او نماینده ګان، او حتی انفرادي اشخاص هم کولای شي خپل ملکیتونه ثبت کړي او زموږ د پلتفورم د لاړی خرڅ او یا په کرایه وړکړی.
که تاسو یوازې خپل شخصي ملکیت (کور، ځمکه یا دوکان) ثبتول غواړئ، نو دا خدمت په بشپړ ډول وړیا دی.
خو که غواړئ د کورپلس د مسلکي شبکې غړی شئ او د رهنمایی معاملاتو د دفتر یا د پروژو د پلور رسمي استازی اوسئ، نو د ګډون لپاره لاندې شرایط شتون لري:
🏢 د رهنمایی معاملاتو دفاتر: میاشتنی ګډون فیس یوازې ۵۰۰ افغانی
🏗️ د استوګنیزو یا سوداګریزو پروژو دفترونه: میاشتنی ګډون فیس ۲۵۰۰ افغانی
دا ګډون تاسو ته دا فرصت درکوي چې خپل دفتر له زرګونه لیدونکو سره وصل کړئ، ځانګړی پروفایل ولرئ، له CRM او د اعلانونو خپرولو سیسټم څخه ګټه واخلئ، او خپل پلور زیات کړئ.
د تادیې شفاف، آسان او خوندي بهیر
تاسو کولی شئ خپل ګډون فیس یا د پکیج بیه د لاندې طریقو له لارې ادا کړئ:
✅ د بانک له لارې
✅ د موبایل پیسو سیسټم (M-Paisa، HesabPay)
✅ یا حضوري/صرافۍ تادیه — د رسمي رسید سره
د تادیې ګامونه:
لومړی د کورپلس ویبپاڼې له لارې ځان راجسټر کړئ.
وروسته، له اصلي مېنيو یا خپل داشبورد څخه Packages/Plans ته لاړ شئ.
خپل اړوند پکیج انتخاب کړئ، Add to Cart کلیک کړئ، بیا Proceed to Checkout.
وروسته له ثبت، زموږ ټیم ستاسو فرمایش ترلاسه کوي او د تادیې لپاره به تاسو ته رسمي معلومات واستوي (د Hesab Pay، غضنفر بانک حساب یا صرافۍ آدرس).
د تادیې تر تایید وروسته، ستاسو پکیج فعال کېږي او تاسو کولی شئ له ټولو ځانګړو خدماتو څخه سمدلاسه ګټه واخلئ.
📌 یادونه: هر څه شفاف، باوري او د رسید سره اجرا کېږي. زموږ هدف ستاسو باور او آسانه تجربه ده.
📥 څنګه خپل ملکیت ثبت کړئ؟
کله چې تاسو په کورپلس کې راجستر شوئ، نو ستاسو لپاره یو ځانګړی حساب (Dashboard) فعالېږي. له کور پاڼې څخه، د چپ لوري په اصلي مېنيو کې د “خپل ملکیت ثبت کړئ” تڼۍ باندې کلیک وکړئ.
✅ فورم ډک کړئ — پوره توضیحات، د ملکیت موقعیت، قیمت، او قانوني وضعیت ولیکئ.
✅ د ملکیت انځورونه، نقشه او نور فایلونه له خپل Dashboard څخه اپلوډ کړئ.
✅ فورم تایید کړئ — زموږ ټیم به دا وڅېړي او ستاسو ملکیت به آنلاین شي.
ستاسو اعلان به له زرګونه لیدونکو سره شریک شي، او مشتریان به له تاسو سره مستقیم اړیکه ونیسي.
📞 که کومې مرستې ته اړتیا لرئ، زموږ ټیم هر وخت ستاسو د خدمت لپاره حاضر دی.
هو، که تاسو زموږ تیتانیوم یا پلاتینیوم غړیتوب غواړی تر لاسه کړی او زموږ سره د املاکو د فروشاتو استازی په حیث کار کوی باید د رهنمای معاملات جواز د عدلیی ریاست څخه ترلاسه کړی او د ملک توضیحات ریښتیا درج کړئ. موږ د هر جعلي اعلان مخه نیسو.
نه، موږ یوازې اعلان ورکوو. معامله ستاسو او خریدار یا کرایه دار ترمنځ وي. او انفرادی اشخاص چی غواړی خپل ملکیتونه خرڅ یا په کرایه وړکړی موږ خپل پلتفورم کی ثبت سوی دفاترو باندی ویشو. ترڅو دوی معامله ورسره مخته یوسی.
نه. کورپلس یوازې یو اعلانورکوونکی او آنلاین پلاتفورم دی چې د املاکو دفترونو، د استوګنې او سوداګریزو پروژو لپاره د ملکیتونو ثبت، نشر او بازارموندنه اسانه کوي.
هره معامله ــ که پلور وي یا کرایه ــ مستقیماً د ثبتوونکي دفتر او مشتری ترمنځ ترسره کېږي. موږ په هیڅ ډول د معاملې په مذاکراتو، قرارداد، قیمت ټاکنه، انتقال یا پیسو ورکړه کې مداخله نه کوو، او نه هم له دې برخو ګټه اخلو.
✅ مشتریان یوازې ستاسو د اعلان له لارې، د CRM سیسټم په مرسته مستقیماً له تاسو سره تماس نیسي — نه موږ سره.
✅ د مشتری شخصي معلومات زموږ سره نه پاتې کېږي، یوازې ستاسو او مشتری ترمنځ شریکېږي.
باوجود دا چې موږ معامله نه کوو، خو د شفافیت، اعتبار او باور د لوړولو لپاره تاسو ته لاندې وړیا خدمتونه وړاندې کوو:
• 📋 د معاملې لپاره چمتو چکلیستونه
• ⚖️ حقوقي مشوره د متخصص وکیل له لوري
• 📞 تخصصي لارښود د قرارداد او اسنادو لپاره
کورپلس ستاسو شریک دی، نه منځګړی. موږ ستاسو د بریا لپاره تبلیغ کوو، نه ستاسو په معامله کې مداخله.
له موږ سره باوري اوسئ — ستاسو معامله، ستاسو اختیار، زموږ ملاتړ! ✅
تاسو کولی سئ په یوازې څو کلیکونو خپل ځمکه، کور، یا دوکان په اسانۍ خرڅ، ګروه یا په کرایه ورکړئ. همدارنګه، که د خپلې خوښې کور په لټه کې یاست، موږ ستاسو د اړتیا مطابق په مناسب قیمت او ستاسو د خوښې په سیمه کې غوره انتخابونه وړاندې کوو.
د املاکو مشاورین
د ملکیت لیست کولو متخصص
عکاس او ویډیو جوړونکی
لوړپوړی حقوقي سلاکار
د مالي چارو مشر (CFO)
د بهرني پانګونې مشاور
د AML او KYC افسر
د پلور او بازارموندنې متخصص
د ټولنیزو رسنیو او SEO/ډیجیټل
د پروژو څارنې او ارزونې افسر
د پروژې مدیریت متخصص
مرکزی دفتر:
۱۲۸۲۸ وېلو سنټر ډرایو، واحد D، هوسټن، ټېکساس ۷۷۰۶۶، متحده ایالات
زموږ نمايندګی:
– ۲۱۰۷ دفتر، مارینا پلازا، دوبۍ مارینا، دوبۍ، متحده عربي امارات
– دوهمه عینومینه، کندهار، افغانستان
– پروژه تایمنی، څلورم سرک، کابل، افغانستان